مرکز زرنج او کنګ ولسوالۍ د نښلوونکي ۳۰۰ متره پُل رغنیزې چارې ۷۵ سلنه بشپړې شوې.

Anonymous (not verified)
Sat, Mar 27 2021 1:03 PM
مرکز زرنج او کنګ ولسوالۍ د نښلوونکي ۳۰۰ متره پُل رغنیزې چارې ۷۵ سلنه بشپړې شوې

 

دا پُل چې د نیمروز ولایت په سرشیله سیمه کې د زرنج ښار او کنګ ولسوالۍ پر غځیدلي سړک د هلمند سیند په فرعي ښاخ باندې چې موقعیت لري، ۳۰۰ متره اوږدوالی، ۷ متره پلنوالی، ۱۵ دانې وایې ( لوی کانکرېټي ګاډرونه)، د پُل دواړو غاړو ته ۳۴۰ متره اسفالټ سړک او ۴۰۰ متره ساتنې[محافظوي] دیوال لري.

د یادې پروژې د جوړیدو تړون د دولت له بودیجېڅخه ورکول کيږي چې قرارداد يې د ۲۳۱ میلیونه افغانیو په ارزښت له یوه خصوصي ودانیز شرکت سره شوی، چې تر دې مهاله یې د جوړولو کار ۷۵ سلنه مخته تللی دی.

د یاد پُل په جوړیدو سره به د نیمروز او هرات ولایتونه یو له بل سره ونښلي او هم به د حاجي جانان، سرشیله، محمد یونس، حاجي حکیم، خان، محمد سفر، حاجي نظر محمد، حاجي عبدالله کلاچه، ناراني او محمد ایوب اوزبک زي کليو اوسېدوونکې ترې ګټه واخلي.

د ټولګټو وزارت – کابل

د وري ۷مه، ۱۴۰۰

 

.

6 months 3 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS