د لغمان والي د ټولګټو له وزیر سره د لغمان پوهنتون د سړک د بشپړیدا او یو شمېر نورو سړکونو د رغونې په موخه وکتل

Anonymous (not verified)
Thu, Apr 01 2021 9:30 PM
د لغمان والي د ټولګټو له وزیر سره د لغمان پوهنتون د سړک د بشپړیدا او یو شمېر نورو سړکونو د رغونې په موخه وکتل

د ټولګټو وزارت وزیر انجنیر نجیب الله یمین په خپل کاري دفتر کې د لغمان ولايت له والي رحمت الله یارمل سره په داسې حال کې وکتل چې د ولسي جرګې استازو ښاغلي قاضي میرافغان ساپي او آغلې آرین یون هم حضور درلود.

د لېدنې په پیل کې لغمان والي ښاغلي یارمل د ټولګټو وزارت له رهبري څخه د مننې ترڅنګ خوښي څرګنده کړه، چې د پوهنتون سړک ترڅنګ یې په یاد ولایت کې یو شمېر نور سړکونه هم په پاخه او اساسي ډول رغولي دي.

د لغمان والي په ورته مهال له سرخکانو ـــ لغمان پورې د دوهم سړک د جوړیدو او د زیارت مل کوچي د پله د بیارغونې غوښتنه وکړه او ضمناً يې د هغو پروژو په اړه معلومات وغوښتل چې په ۱۴۰۰ مالي کال کې لغمان ولايت ته په پام کې نيول شوې دي.

والي يارمل د ټولګټو وزير ښاغلي يمين ته د لغمان د سفر بلنه هم ورکړه، چې د وزير لخوا ومنل شوه او ډاډ يې ورکړ چې په نږدې وخت کې به د لغمان پوهنتون د نوي جوړ شوي سړک د پرانستې په هدف هغه ولايت ته سفر وکړي.

د ټولګټو وزارت وزیر ښاغلي انجنیر نجیب الله یمین د لغمان والي او استازو ته ښه راغلاست ووايه او د هغو پروژو په اړه يې هم معلومات ورکړل چې د ۱۴۰۰ مالي کال بوديجه کې ځای شوې دي.

هغه همدارنګه وويل: ټولګټو وزارت به په خپل تشکيلاتي ساختار کې د اصلاحاتو راوستلو پروسې ته په ژمنتيا سره هڅه وکړي چې د لغمان ولايت ټولګټو رياست ته داسې وړ شخص لاره پيدا کړي، تر څو په ياد ولايت کې د سړکونو پروژو او ساتنې ته په اساسي ډول پاملرنه وکړي.

هغه زياته کړه چې د سرخکانو – مهترلام د دويم سړک د ستونزو ارزونه به هم وکړي

ښاغلي يمين دا هم وويل، لغمان د افغانستان یو مهم کرنیز ولایت دی، چې د سړکونو اساسي رغونه او ساتنه يې دې ته زمينه برابروي چې خلک يې په اسانۍ سره خپل کرنيز محصولات تر مارکېټ پورې په خپل وخت ورسوي او همدرانګه عامه خدماتو ته د خلکو لاسرسی هم ګړندی کړي.

د ټولګټو وزارت مطبوعاتي ټيم - کابل

د وري ۱۱ مه ۱۴۰۰

.

6 months 4 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS