په نورستان کې د څه باندې ۱۳ کیلومتره سړک د جوړولو کار۴۳ سلنه پرمختګ لري

Anonymous (not verified)
Mon, Apr 26 2021 12:03 PM
په نورستان کې د څه باندې ۱۳ کیلومتره سړک د جوړولو کار۴۳ سلنه پرمختګ لري

دا جغلي سړک چې ۱۳.۹ کیلومتره اوږدوالی لري د پارون ښار له ایشټوي کلي څخه پیل د کامدیش ولسوالۍ تر ګامه کلي پورې غځیدلی دی، چې تر دې مهاله یې رغنیزې چارې څه باندې ۳۴ سلنه پرمختګ لري.

د دغه سړک رغنیز کار د څه باندې ۱۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د ټولګټو وزارت تر چتر لاندې د کلیو د لار جوړولو ملي پروګرام له لارې د افغانستان دولت په مالي لګښت جوړېږي.

د یاد سړک له بشپړیدو سره به د نورستان کامدیش ولسوالۍ له مرکز پارون ښار سره ونښلي او پر مټ به یې د یادې ولسوالۍ د اوسېدوونکو هغه ټرانسپورټي ستونزې چې مخکې ورسره لاس او ګریوان وو؛ هوارې شي.

همدارنګه د دې سړک د رغنیز کار پرمهال د سیمې اوسېدوونکو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول ۱۱.۹۸۰ کاري ورځي رامنځته شي او له ګټې اخیستنې ورسته به شاوخوا ۹ زره تنه ترې په مخامخ ډول ګټه واخلي.

ټولګټو وزارت _ مطبوعاتي څانګه

.

2 years ago

.

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS