په بلخ کې د ۱۴.۵ کیلومتره سړک رغنیز کار ۴۳ سلنه کاري پرمختګ لري

Anonymous (not verified)
Mon, Apr 26 2021 12:42 PM
په بلخ کې د ۱۴.۵ کیلومتره سړک رغنیز کار ۴۳ سلنه کاري پرمختګ لري

دا سړک چې ۱۴.۵ کیلومتره اوږدوالی لري د بلخ ـ شبرغان له عمومي سړک څخه پیل د نهري شاهي ولسوالۍ تر بابه قچقار کلي پورې غځيدلی چې تر دې مهال یې د جوړلو چارې ۴۳ سلنه بشپړې شوي
د دغه سړک رغنیز کار د څه باندې ۱۴۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د ټولګټو وزارت له لوري د کلیو د لار جوړولو ملي پروګرام تر چتر لاندې د افغانستان دولت په مالي لګښت جوړېږي
د یاد سړک پرمټ به نهري شاهي ولسوالۍ د بلخ له مرکز مزارشریف ښار سره ونښلوي او د دې ولسوالۍ شاوخوا ۹۰۰ کورنیو ترانسپورتي ستونزي به هواري شي
همدارنګه د یادې پروژې د کار پرمهال د سیمې اوسېدوونکو ته ۱،۱۹۶ کاري ورځې رامنځته شوي
ټولګټو وزارت ـ مطبوعاتو څانګه

.

2 years ago

.

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS