د بامیانو په ورس ولسوالۍ کې د یوه ۱۵ متره پُل رغنیز کار ۹۲ سلنه بشپړ شوی

Anonymous (not verified)
Sat, Jun 05 2021 2:10 PM
د بامیانو په ورس ولسوالۍ کې د یوه ۱۵ متره پُل رغنیز کار ۹۲ سلنه بشپړ شوی

دا کانګریټي پُل چې ۱۵ متره اوږدوالی او ۳۰۰ متره نښلونکی سړک لري، د بامیانو ولایت د ورس ولسوالۍ په قره غجور سیمه کې جوړېږي، چې تر دې مهاله یې رغنیز کار له ۹۲ سلنه کاري پرمختګ سره دوام لري.

د دې پروژې رغنیز کار د څه باندې ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت، د ټولګټو وزارت لخوا له یوې سیمې ییزې شورا سره تړون شوی، چې مالي لګښت یې د هېواد له ملي بودیجې څخه ورکول کېږي.

د یادې پروژې د رغنیز کار له بشپړیدو سره به د ورس ولسوالۍ د قره جغور کلي په ګډون پل ته د نیږدې کلیو د اوسېدونکو لپاره د تګ راتګ په برخه کې د پخوا په پرتله ګڼې اسانتیاوې رامنځته کړي.

دغه راز به د دې پروژې د رغنیز کار په جریان کې د ورس ولسوالۍ اوسېدونکو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول ۷۳۰ کاري ورځې هم رامنځته شي.

.

4 months ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS