په کاپیسا کې د څه باندې ۱۱ کیلومتره کانکریټي سړک د جوړولو چارې پیل شوې

Anonymous (not verified)
Sat, Jun 26 2021 12:21 PM
په کاپیسا کې د څه باندې ۱۱ کیلومتره کانکریټي سړک د جوړولو چارې پیل شوې

ټولګټو وزارت په کاپیسا ولایت کې څه باندې ۱۱ کیلومټره سړک او ۴ پایي پُلګوټي د ۸۹ میلیونه افغانیو په ارزښت په پاخه او اساسي ډول رغوي. چې د رغیدا تړون یې د ټولګټو وزارت او ۱۰ پراختایي شوراګانو ترمنځ لاس لیک شوی او اوس مهال یې رغنیزې چارې پیل شوي دي.

د دې سړک جوړېدل د کاپیسا ولایت د اوسېدونکو اساسي غوښتنه وه، ټولګټو وزارت د دوی اړتیا درک کړه او د سړک پر یادې پروژې یې کار پیل کړ. چې د کار په جریان کې به د سیمې اوسېدونکو ته ۶۶۳۰۵ کاري ورځې هم رامنځته شي او د کار له بشپړېدو سره به ۴۵۶۰۰ تنه په مستقیم او غیر مستقیم ډول ترې ګټه واخلي.

د یاد سړک له جوړیدو سره به قول بابر، خميردان، گدو چشمه، چشمه تلخ، ده بلبل، نو آباد، چهاراهی منگل او ملك محمد شيرين کلي د کاپیسا ولایت له مرکز محمود راقي سره ونښلول شي. او همدارنګه به د دې سړک پرمټ روغتیایي او ښوونیزو مرکزونو ته د خلکو لاس رسی تر پخوا اسانه شي اودغه راز به سوداګریزو مرکزونو ته د کرنیزو او حیواني محصولاتو په لېږد کې د پام وړ رول ولري.

.

1 month 2 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS