هرات: په ګذره ولسوالۍ کې د ۲.۵ کیلومتره سړک رغنیز کار ۶۹ سلنه پرمختګ لري

ashraf_admin
Sun, Jul 18 2021 3:50 PM
هرات: په ګذره ولسوالۍ کې د ۲.۵ کیلومتره سړک رغنیز کار ۶۹ سلنه پرمختګ لري

دا کانکریټي سړک چې ۲.۵ کیلومتره اوږدوالی لري، د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ له محل آزادي سیمې څخه پیل او تر حیدار آباد کلي پورې غځیدلی، چې اوس مهال یې رغنیزې چارې ۶۹ سلنه پرمخ تللي دي.

د دغې پروژې تړون د ټولګټو وزارت له لوري له دوو سیمه ییزو پراختیايي شوراګانو سره شوی چې مالي لګښت یې د هېواد له پراختیايي بودیجې څخه ورکول کیږي.

د دې پروژې د رغنیز کار پرمهال د سیمې اوسېدونکو ته ۵۸۱۹ کاري ورځې رامنځته شوي، چې د کار له بشپړېدو سره به یې د ګذرې ولسوالۍ اړوند علی آباد، حیدر آباد، محل آزادي او دل آباد کلي سره ونښلي او همدارنګه به له دې کانکریټي سړک څخه، ۸۵۰ کورنۍ په مستقیم ډول او ۱۴۸۰ کورنۍ په غیرمستقیم ډول ګټه واخلي.

.

2 months 2 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS