د ټولگټو چارو وزارت له لوري د کندهار ـ کابل لویې لارې دوه لوی تخریب سوي پُلونه جوړ او گټي اخیستنې ته وسپارل سول

Anonymous (not verified)
Wed, Jan 26 2022 10:15 AM
د ټولگټو چارو وزارت له لوري د کندهار ـ کابل لویې لارې دوه لوی تخریب سوي پُلونه جوړ او گټي اخیستنې ته وسپارل سول

د زابل په مربوطاتو کې د کابل ـ کندهار پر لویه لار دوه لوی تخریب سوي پُلونه د ټولگټو چارو وزارت له لوري جوړ او نن سه شنبه رسماً د ټولگټو چارو وزارت د مرستیال ملا بخت الرحمن شرافت له لوري گټې اخیستنې ته وسپارل سول، چې پرمهال یې د کندهار د ټولگټو چارو د رئیس مولوي نعمت الله سراجي ترڅنگ د زابل د ټولگټو چارو رئیس او یوشمېر نورو مسئولینو هم حضور درلود.

د یادو پُلونو د گټي اخیستنې په مراسمو کې د ټولگټو چارو وزارت مرستیال ملا بخت الرحمن شرافت وویل:

د زابل په مربوطاتو کې د کندهار ـ کابل لویې لارې ددې تخریب سویو پُلونو پر جوړېدو پنځه میلیونه افغانۍ لگښت راغلی، چې د یاد وزارت لخوا ورکول سوې.

د ټولگټو چارو وزارت مرستیال په خپلو خبرو کې وویل:

دوی ته د کندهار ـ کابل لویه لاره لومړیتوب لري او هڅه یې داده، چې ټول تخریب سوي ځایونه یې ورغوي.

.

2 months 2 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS