د بغلان د دریو ولسوالیو بندې لارې د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوې

Anonymous (not verified)
Wed, Jan 26 2022 11:57 AM
د بغلان د دریو ولسوالیو بندې لارې د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوې

د بغلان د ټولګټو ریاست مسؤلین وایي، چې د دې ولایت د خوست، فرنګ او ګذرګاه نور ولسوالیو لویه لاره چې د واورې د ډېر اورښت له امله بنده شوې وه بیرته پرانیستل شوه.

ملاعباس اخند د بغلان د ټولګټو ریاست رئیس وایي چې دغه لاره د نهرین او خوست ولسوالۍ ترمنځ د پلفي کوتل په سیمه کې بنده شوې وه چې د بغلان ټولګټو ریاست په خپلې ماشینرۍ واوره پاک کاري کړه او اوس مهال پرې د موټرو تګ راتګ پیل شوی دی.

هغه همدارنګه زیاته کړه؛ دغه لار چې شل کیلومتره اوږدوالی لري په پلفي کوتل کې د واورې له امبله بنده شوې وه، د دې ولایت د ټولګټو ریاست په امکاناتو له واورو څخه پاکه شوه چې اوس مهال د خوست، فرنګ او ګذرګاه نور ولسوالیو اوسېدونکي په اساني سره پرې تګ راتګ کولی شي.

د یادونې وړ ده، چې د بغلان ولایت د ګذرکاه نور، خوست او فرهنګ د بغلان ولایت غرنۍ ولسوالۍ دي چې صعب العبوره لارې لري او هر کال د ژمي په موسم کې د پلفي او سچي کوتلونو په سیمو کې د واورو د ډېر اورښت له امله د ترافیکو پر مخ بندیږي.

.

3 months 4 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS