لغمان: د دولت شاه او علیشنګ ولسوالیو سړک د ترمیم کار د ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شو

ashraf_admin
Sun, Oct 16 2022 11:42 AM
لغمان: د دولت شاه او علیشنګ ولسوالیو سړک د ترمیم کار د ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شو

د ټولګټو وزارت له لوري د لغمان ولایت د دولت شاه او علیشنګ ولسوالیو د عمومي سړک د ترمیم او بیارغونې کار پیل شو.

دغه ترمیماتي پروژه، چې د ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت قرارداد شوې ده، د ۸ پایو پُلګوټو ترمیم او د ۸۰ متره استنادي دیوال رغول هم په کې شامل دي، چې لګښت یې د ا.ا.ا له بودیجې څخه ورکول کیږي.

د یادې پروژې د کار په جریان کې به د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شي او د چارو له بشپړېدو سره به یې، د دولت شاه او علیشنګ ولسوالیو د اوسېدونکو ترانسپورتي ستونزې هوارې شي.

 

د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر

.

7 months 1 week ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS