د سالنګونو لویې لارې اړوند د ټولګټو وزارت خبر پاڼه

media_admin
Tue, Dec 06 2022 2:18 PM
د ا.ا.ا، د ټولګټو وزارت د روان کال په ورستۍ نیمایې کې د سالنګونو لویې لارې د ۳۰ کیلومتره ( ۱۰ کیلومتره کانکریټي او ۲۰ کیلومتره اسفالټ) سړک د اساسي بیارغونې کار پیل کړ، چې تر دا مهاله روان دی او د تونل د اساسي رغونې په موخه اړتيا وه، چې په موقت ډول د سالنګ لويې لارې تونل د ترافیکي وسایطو پرمخ بند او بدیله لار ( د شیبر کوتل لار) غوره شي؛ دا چې، اوس مهال په ژمي موسم کې د شيبر کوتل لاره د د سالنګ لویې لارې پر ځای د تګ راتګ لپاره غوره بدیل نه دی او هيوادوالو ته ستونزې پيښوي په همدې توګه د ټولګټو وزارت رهبري د یادې پروژې د اساسي رغونې چارې دروي او په حمل میاشت کې یې بېرته پیل کوي. د یادونې وړ بولو، چې ديارلسمه گالري، چې کارونه يې په بشپړېدو دي او فرعي لاره يې ستونزې پيښوي په همدې موخه به ژر تر ژره ان شاء الله ديارلسمه گالري د ترافيکو پر مخ خلاصه سي او ټولو درنو هيوادوالو ته ډاډ ورکوو، چې د هوسا تگ راتگ په موخه به په ژمې موسم کې د ټولګټو وزارت د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست پخپله ماشینري او فني پرسونل د یادې لویې لارې د حفظ او مراقبت چارې په دوامدار ډول په ښه توګه پر مخ يوسي.

.

7 months ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS