د ټولګټو وزارت د ارشاد او دعوت او ترانسپورت ریاستونو نوي سرپرست رئیسان معرفي شول

media_admin
Sat, Jan 07 2023 9:43 AM
د ټولګټو وزارت د ارشاد او دعوت او ترانسپورت ریاستونو نوي سرپرست رئیسان معرفي شول

د ټولګټووزارت د سرپرست محترم الحاج ملا عبدالمنان عمري، د هدایت پر بنسټ، محترم شيخ صاحب مولوي ميراجان قريشي د ټولګټو وزارت د ارشاد او دعوت د سرپرست رﺉیس په توګه او محترم مفتي عبدالولي محمد، د دغه وزارت د ترانسپورت ریاست د سرپرست په توګه وټاکل شول.

نوي ټاکل شوي رﺉیسان د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د ټولګټو وزارت د تخنيکي معين محترم مولوي عبدالکريم فاتح لخوا لوري د یاد وزارت کارکوونکو ته ور وپېژندل شول.

 په جوړو شویو مراسمو کې د ټولګټو وزارت تخنيکي معين مولوي عبدالکریم وویل: په نظام کې تغیر او تبدیل اصل دی او تغیرات د ادارې د قوت او پرمختګ لامل ګرځي. 

ورپسې، محترم شيخ صاحب مولوي ميراجان قريشي د ارشاد او دعوت نوي رئيس خبري وکړې څرګنده یې کړه: د یوه شرعي او ولسي نظام ستنې په رښتنولۍ، عدالت، ایمانداري او خلق الله ته په خدمت ولاړې او ټینګي وي، هغه مسئولیت یو الهي امانت وباله او زیاته یې کړه چې په امانت کې اخلاص د کامیابۍ راز او د جنت کلي ده.

ورسته د ترانسپورت نوي رئیس مولوي عبدالولي فاتح د خبرو پرمهال وویل: دنده یومسئولیت دی؛ نه امتیاز، او یوه ورځ به هرومرو د دې امانت او مسئولیت حساب ورکوو.
 

.

7 months ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS