د هیواد د سړکونو او لویو لارو د نن ورځې وضعیت:

media_admin
Sat, Feb 04 2023 11:05 AM
د هیواد د سړکونو او لویو لارو د نن ورځې وضعیت:

د سالنګ لویه لار: نن ورځ په سالنګ کې د واورې اورښت درېدلی او یاده لویه لار د ترافیکو پرمخ پرانیستې ده. دا مهال مسافر وړونکو موټر له دواړو لورو او بار وړونکي موټر پرته له ټیلر په نوبت سره تګ کولی شي. غور: په غور ولایت کې د ورستۍ واورې اورېدو له کبله د بندبایان، بندبکک او بوربند مسیرونه د تګ راتګ پرمخ موقتاً بند دي، چې پاکولو کار یې جریان لري. بامیان: په بامیانو کې نوري ټول مسیرونه د تګ راتګ پرمخ پرانستې دي، خو د دغه ولایت د ورس پُل مسیر د واورې ښوېدو له امله بند دی، چې د پاکولو کار یې روان دی. دایکنډي: په دغه ولایت کې د ورسیل او ایله سونک کوتلونو لارې د واورې ښوېدنې له امله د تګ راتګ پرمخ بند دي. همدارنګه، د سرپل د قم کوتل لار او د فراه ولایت د پرچمن ولسوالۍ لار د تګ راتګ پرمخ بند دي؛ خو د قم کوتل بدیله لار د ترافیکو پرمخ پرانیستې ده. ټولګټو وزارت د واورې پاکولو عملیاتي ټیمونه، د هیواد په بېلابېلو برخو کې د سړکونو او لویو لارو د پاکولو او پرانیست ساتلو په موخه شتون لري، تر څو درنو هیوادوالو ته د تګ راتګ اسانتیاوې برابري کړي. دا وزارت له ټولو مسافرو او موټر چلونکو څخه غواړي، چې له واورې ځپلو مسيرونو څخه د تیرېدو پرمهال د موټر ځنځیر (چین) وتړي، له احتیاط څخه کار واخلي او ترافیکي قوانین په پام کې ونیسي.

.

2 years 2 months ago

.

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS