د هیواد د نښلونکو سړکونو او لویو لارو د نن ورځې وضعیت:

media_admin
Sat, Mar 25 2023 11:06 AM
د هیواد د نښلونکو سړکونو او لویو لارو د نن ورځې وضعیت:

د سالنګونو لویه لار: 
نن ورځ په سالنګونو کې هوا وریېځ ده، له تېرو دوو ورځو راهیسې د واورې ضخامت شاوخوا ۴۷ سانتي مترو ته رسیدلی، چې د پاکولو کار یې دوام لري او یاده لویه لار د ترافیکو پرمخ پرانیستې ده. 
دا مهال مسافر وړونکي موټر له دواړو لورو او بار وړونکي موټر له شمال څخه جنوب ته تګ کوي، چې د ورځې په جریان کې به له جنوب څخه شمال لوري ته هم د تګ اجازه ورکړل شي. 

غزني: د غزني – جغتو ولسوالۍ سړک، چې د واورې له امله په مومند کوتل کې بند شوی، دا مهال یې د پاکولو کار دوام لري. 

میدان وردګ: د میدان وردګو ولایت د بهسود ولسوالۍ اړوند اوني کوتل، چې د واورې اورښت له امله بند شوی دی، دا مهال یې د پاکولو کار جریان لري.

د کابل – ګردیز لویه لار: دغه لویه لار، چې تېره ورځ د یوه عراده باروړونکي موټر د چپه کېدو له امله د ترافیکو پر مخ بنده شوې وه، د پکتیا د ټولګټو ریاست له لوري د ترافیکو د تګ راتګ پرمخ پرانیستل شوه. 

کابل – جلال آباد: یاده لویه لار په لنډمهالې توګه د ماهیپر په سیمه کې د غرښوېدو له مله بنده شوې وه، بېرته د ترافیکو پرمخ خلاصه شوه. 
 د یادونې وړ ده، چې د هیواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې له تېرو دوو ورځو راهیسې د واورې او باران اورښت دوام لري؛ خو د یادو ولایتونو ټول سړکونه او لویې لارې د ترافیکو د تګ راتګ پرمخ پرانیستې دي. 
د ټولګټو وزارت ولایتي ریاستونو اړوند ماشینري او پرسونل لخوا؛ د واورو او د اوبو له پاتې شونو څخه د بېلابېلو سړکونو د پاکولو چارې جریان لري.

.

2 years 2 months ago

.

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS