اروزګان: د ترینکوټ – دهراود سړک د اساسي روغونې کار جریان لري
دا سړک، چې د اروزګان ولایت له مرکز څخه پیل د یاد ولایت تر دهراود ولسوالۍ پورې غځېدلی ۵۰ کیلومتره اوږدوالی، ۹ متره پلنوالی، یوه پایه پُل او ۱۲۳ پایې پُلګوټي لري، چې دا مهال یې د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي.
د سړک دا پروژه د ټولګټو وزارت لخوا له یوه ساختماني او سړک جوړولو خصوصي شرکت سره قرارداد شوې، چې له لګښت یې د دغه وزارت بودیجې څخه ورکول کیږي.
د ترینکوټ – دهراود سړک له جوړېدو سره به د دهراود ولسوالۍ اوسېدونکي په اساني سره ترینکوټ ښار او کندهار ولایت ته تګ راتګ وکړي او د یادې ولسوالۍ د اوسېدونکو په اقتصادي وده (سوداګریزو او کرنیزو توکو) په لیږد رالیږد کې به اسانتیاوې رامنځته شي.
