د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین محترم الحاج معاون ملا عبدالجبار، چې یو تخنیکي ټیم یې ملتیا کوي؛ جنوب غربي ولایتونو ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې فراه ولایت ته سفر وکړ.

media_admin
Sun, Sep 24 2023 2:26 PM
د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین محترم الحاج معاون ملا عبدالجبار، چې یو تخنیکي ټیم یې ملتیا کوي؛ جنوب غربي ولایتونو ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې فراه ولایت ته سفر وکړ.

د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین، فراه ولایت ته په رسېدو سره په دغه ولایت کې د ټولګټو وزارت له اړوند حفظ او مراقبتي پروژو څخه لیدنه وکړه او د چارو د لا چټکتیا او غوره کیفیت په موخه یې اړوند مسؤولینو ته لازمې لارښوونې وکړې. 

هغه همدارنګه د فراه ولایت له مرستیال والي محترم عبدالکریم جهادیار صاحب سره ولیدل او په دغه ولایت کې یې د پروژو پر تطبیق مفصل بحث او خبري وکړې او دواړو لورو د همکاري پر دوام ټینګار وکړ.
هغه دغه راز د فراه ولایت د ټولګټو ریاست له فني او مسلکي کارکوونکو سره هم ولېدل او د هغوی ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل، چې د سړکونو د ساتنې او څارنې محترم معین صاحب له لوري د ستونزو د هوارولو ډاډ ورکړل شو او زیاته یې کړه، چې د وطن ابادي او د نظام ملاتړ زموږ او ستاسو هڅو او رښتیني کوښښ ته اړتیا لري، هغه د یاد ریاست کارکوونکي اړوند دندو ته متوجه کړل او لارښوونه یې وکړه، چې ورسپارل شوې دندې په پوره صداقت او ایماندري سره ترسره کړي.
 

.

2 years ago

.

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS