د سړکونو د ساتنې او څارنې معین د اروزګان ولایت له حفظ او مراقبتي پروژو څخه لیدنه وکړه

media_admin
Mon, Oct 02 2023 9:16 AM
د سړکونو د ساتنې او څارنې معین د اروزګان ولایت له حفظ او مراقبتي پروژو څخه لیدنه وکړه

د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین محترم الحاج معاون ملا عبدالجبار، د یو تخنیکي پلاوي په ملتیا جنوب غربي ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې اروزګان ولایت ولاړ او هلته یې د ټولګټو وزارت اړوند حفظ او مراقبتي پروژو څخه لیدنه وکړه او روانې چارې یې وارزولې.

دغه راز، د سړکونو د ساتنې او څارنې معین د اروزګان ولایت د ټولګټو ریاست له مسئولینو او کارکوونکو سره د لېدني  تر څنګ؛ د کمپنۍ کمپ له شته وسایطو او تجهیزاتو څخه هم لیدنه وکړه او اړوندو مسئولینو ته یې لارښوونه وکړه، چې غیر فعاله ماشینرۍ ترمیم او فعاله کړي. 

همدارنګه د وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې محترم معین، د کندهار - اروزګان لویې لارې له رغنیزو چارو او کابل ۔ کندهار لویې لارې اړوند د شهرصفا ۔ مانجه برخې له ترمیماتي چارو څخه هم لیدنه وکړه او اړوند مسئولینو ته یې د کار غوره کیفیت او چټکتیا په موخه لازمې لارښوونې وکړې.
 

.

7 months ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS