د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین بامیان ولایت ته سفر وکړ
د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین محترم الحاج معاون ملا عبدالجبار، چې یو تخنیکي ټیم یې ملتیا کوله، باميانو ولايت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د بامیان – دره صوف ۱۷۸ کیلو متره سړک، د بامیان - یکاولنګ ولسوالۍ سړک، د دغه ولایت له شش پل درې لارې ـ دوآب بلوله سيمې پورې د سړک له ترمیماتي پروژو څخه له نږدي لیدنه وکړه.
د یادونې وړده چې د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې محترم معین په دغه سفر کې د یاد ولایت په شش پل سيمه کې د یوباب لوړ تناژ تلې له رغنیزو چارو او په فرغنتو ساحه کې د یو باب تلې د سړک له ر غنیزو چارو څخه هم لیدنه او د کار د غوره کیفیت، چټکتیا په اړه یې اړوندو مسئولینو ته لازمې لارښوونې و کړې.