د بغلان ولایت اړوند د بوغابي کوتل د سړک د سیخ لرونکي کانکریټ اچولو کار د ۷۲ میلیونه افغانیو په ارزښت بشپړ او کټي اخیستنې ته وسپارل شو
د ټولګتو ووزارت لخوا د بغلان ولایت اړوند، بوغابي کوتل د سړک کار ۷۲ میلونه افغانیو په ارزښت د بغلان ولایت محترم والی، د یاد ولایت د ټولګتو ریاست رئیس او یو شمیر سیمه اییزو مسؤلینو په شتون کې بشپړي او ګټي اخیستنې ته وسپارل شو.
دغه سړک چې ۲.۱ کیلومتر اوږدوالی او ۹ متره په پلنوالی لري د سیخ لرونکي کانکریټ اچولو کاریې په دوو لاټونو کې د ټولګټو وزارت او یو خصوصي شرکت ترمنځ د قرارداد شوی و چې دا مهال یې چارې سل سلنه بشپړې شوې دي.
د یادونې وړ ده چې د یاد سړک په بیا رغېدو د سیمې خلک خوښ دي او ترانسپورتي ستونزې یې د پخوا په پرتله هوارې شوې دي.