د ټولګټو محترم سرپرست وزير د اوسپنيزې کرښې معينيت له کارکوونکو سره وکتل

media_admin
Sun, Jun 30 2024 2:51 PM
د ټولګټو محترم سرپرست وزير د اوسپنيزې کرښې معينيت له کارکوونکو سره وکتل

د ټولګټو سرپرست وزير محترم الحاج ملا محمد عيسی ثاني نن پنجشنبه د دغه وزارت په مقر کې د ټولګټو وزرات اړوند د اوسپنيزې کرښې معينيت (پخوانۍ اوسپنې پټلۍ ادارې) له کارکوونکو سره د پېژندنې او همږغۍ ناسته وکړه.
غونډه چې د قرآن الکريم په مبارکو آيتونو پيل شوه، د اوسپنې پټلۍ ادارې ټولو کارکوونکو ته پکې د ښه راغلاست ترڅنګ په ټولو امورو کې ډاډ او اطمينان ورکړل شو، ترڅو خپلې چارې له يو بل سره په همغږۍ او همکارۍ تنظيم کړي.
د ټولګټو سرپرست وزير محترم الحاج ملا محمد عيسی ثاني په غونډه کې نويو يوځای شويو کارکوونکو ته په ټينګار سره وويل، چې د وزارت د ټولو کارکوونکو په شمول تاسو هم مسؤل او مکلف ياست، چې د ترسره شوي تعهد له مخې، د څلورو امانتونو (اطاعت، امانت، د وخت رعايت او په خپلې ښې وړتيا ښودلو سره درسپارل شوی مسؤليت په ښه توګه ادا کړئ.
نوموړي زياته کړه، چې د ياد وزارت ټول کارکوونکي يو ډول حقوق لري او د وزارت دروازه تل د دوی پرمخ پرانيستې ده، ترڅو وکولای شي، خپل وړانديزونه او ستونزې تر ما پورې په آسانۍ راورسوي.
هغه زياته کړه، چې نظام تاسو ته غوره او مستعد علماء کرام ټاکلي دي، نو ددې فرصت څخه په ښه استفادې تاسو بايد له دې لارې دنيوي او اخروي دواړې ګټې ترلاسه او خپل هيواد ته په صادقانه ډول خدمت وکړئ.
د يادونې وړ ده، چې د ا.ا.ا د مشرتابه عاليقدر آمير المؤمنين شيخ القران والحديث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله تعالی د (۱۴۴۵/۱۰/۲۹) نېټې د (۵۱۶۵) ګڼې حکم په اساس د اوسپنې پټلۍ

.

2 years ago

.

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS