د ټولګټو وزارت د زيانمنونکو نقطو نوی رئيس معرفي شو

media_admin
Sat, Jul 06 2024 8:58 AM
د ټولګټو وزارت د زيانمنونکو نقطو نوی رئيس معرفي شو

د ټولګټو وزارت د وړانديز او د عاليقدر امير المؤمنين شيخ مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله د (۱۴۴۵/۱۲/۱۵) نېټې د (۶۱۱۱) ګڼې حکم په اساس، محترم مولوي نظام الدين نظامي د ټولګټو وزارت اړوند د زيانمنونکو نقطو د رئيس په توګه وټاکل شو، چې نن د وزارت د يو شمېر رئيسانو په شتون کې د دغه رياست کارکوونکو ته ور وپېژندل شو او رسماً يې خپله دنده پيل کړه. 
په دغه مراسمو کې لومړی د ټولګټو وزارت د بشري سرچينو د رئيس محترم انجنير فضل‌الباري بلوڅ له لوري د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه الله حکم ولوستل شو. 
وروسته ګډونوالو او اړونده مسوولينو نوموړي ته په چارو کې د لوي څښتن تعالی په دربار کې د توفيق او لا برياوو غوښتنه وکړه. 
د يادونې وړ ده، چې محترم مولوي نظام الدين نظامي تر دې وړاندې د ټولګټو وزارت د يوشمېر رياستونو د رئيس په حيث دندې ترسره کړي دي.

.

1 month 2 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS