د داوطلبۍ د بلنې خبرتيا

media_admin
اعلان دعوت به داوطلبی

Publish Date

Closing Date

ټولګټو وزارت په ټولو شرايطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د کابل-کندهار په لويه لار کې د غزني ولايت د اندړو ولسوالۍ اړونده د يوه محراب جومات د رغولو د پروژې په نرخ اخيستلو کې د واحدې سرچينې په توګه ګډون وکړي، ترڅو چې مطلوبه سرچينه وټاکل شي.
د بل احجامو او نورو تخنيکي اسنادو سافټ کاپي د ياد وزارت له  تدارکاتو آمريت څخه لاسته راوړي او خپل سرتړلي افرونه د خپرېدلو د نېټه نه تر د (30/04/1403) نېټې پورې (د ماسپېښين د ۱۰ بجو نه مخکې) د ټولګټو د وزارت د تدارکاتو رياست ته چې په ملالۍ واټ کې (د پخوانۍ کورنيو چارو وزارت سړک) د احصايې ملي ادارې ترڅنګه واقع دی؛ وسپاري. ناوخته رسيدلي او انټرنيټي آفرونه د منلو وړ نه دي؛ په هممهاله توګه په پورته ياد شوي ساعت او نېټه کې د نرخ اخيستنې غونډه هم د داوطلبانو او ادارې د استازو په شتون کې ترسره کېږي. له نرخ اخيستنې وروسته د غونډې څخه د لاندې شرايطو او ټيت‌ ترين نرخ په نظر کې نيولو سره د وزارت مقام د حکم پر اساس او د واحدې سرچېنې په توګه طي مراحل کېږي. 
لاندې شرايط په پلان کې د تطبيق وړ دي.
۱ حد‌ اقل د ودانيزو چارو معاملات د تدارکاتو قانونو او طرزالعمل له مخې مبلغ (43،500،000) افغانۍ وي. 
۲ يو ورته قراداد د تدارکاتو د قانون او طرزالعمل له مخې چې ارزښت يې حد‌ اقل مبلغ د (29،000،000) افغانۍ او يا دوه ورته قراردادونه چې چې په ټوليزه توګه يې ارزښت حد اقل: مبلغ(41،500،000) افغانۍ وي. 
۳ مالي ځواک: مبلغ(6،000،000) افغانۍ. 
۴ د تضمين آفر مبلغ: د نرخ اخيستنې په لړ کې مبلغ( 1،100،000) افغانۍ) د تطبيق وړ ندي.

.

1 year 1 month ago

.

More tenders

Sun, Feb 21 2021 9:33 AM
Background image

REQUEST FOR EXPRESSIONS OF INTEREST (REOI)

REQUEST FOR EXPRESSIONS OF INTEREST (REOI)

(Consulting Services – Firms Selection)

Country:  Government of Islamic Republic of Afghanistan

Project:    Trans-Hindukush Road . . .

Mon, Feb 08 2021 9:11 AM
Background image

(Request for Bids Works)Construction of Baghlan to Bamyan (B2B) Asphalt Road, Segment-3 (47+040 to 60+760) Baghlan & Bamyan Provincesv

Specific Procurement Notice

Template

Request for Bids

Works

(Without Prequalification)

Employer: Ministry of Public Works

Project: Trans-Hindukush Road Connectivity Project . . .

Back to tenders