د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر د کابل – غزني لویې لارې دویم لین سړک د لومړۍ برخې له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه
د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني د کابل – غزني لویې لارې د دويم لین سړک له لومړۍ برخې (کابل – میدان وردګ) سړک له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه.
د ياد وزارت سرپرست وزیر د سړک د دغې برخې څخه د لیدنې په ترڅ کې، د قراردادي شرکتونو مسوولينو، تخنیکي ټیمونو او انجنیرانو ته د کار د غوره کيفيت، چټکیا او په ټاکلي وخت د بشپړېدو په اړه لازمې لارښوونې وکړې.
د یادونې وړ ده، چې د ټولګټو وزارت د کابل – غزني لویې لارې اړوند د دویم لین، ۴۹ کیلومتره سړک د رغونې کار څه موده وړاندې په دوه لاټونو کې له خصوصي سکټور سره د تړون له مخې پیل کړی او مالي لګښت د ټولپلازا (حق العبور) له محصول څخه ورکول کیږي.