د کونړ- نورستان عمومي سړک د ترمیم او بیا رغونې چارې د څه باندې ۶۰۰ میلونه افغانیو په ارزښت پيل شوې

kalim_admin
Thu, Oct 03 2024 10:30 AM
د کونړ- نورستان عمومي سړک د ترمیم او بیا رغونې چارې د څه باندې ۶۰۰ میلونه افغانیو په ارزښت پيل شوې

د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې مرستیال محترم الحاج معاون ملاعبدالجبار نورستان ولایت ته سفر وکړ او  هلته یې د نورستان ولایت د والي محترم قاري ذين العابدين عابد، د یاد ولایت د ټولګټو د رئیس محترم مولوي احمد نبي او یو شمېر نورو سمه اییزو مسئولینو په شتون کې د کونړ- نورستان عمومي سړک د ترمیم او بیا رغونې چارې افتتاح او پیل کړې.

دغه سړک چې، ۲۲ کیلو متره اوږد والی او ۹ متره پلنوالی لري دا مهال یې د بیا رغونې چارې په دوو لاټونو کې د ټولګټو وزارت لخوا د خصوصي سکټور سره د څه باندې ۶۰۰ میلونه افغانیو په ارزښت قرارداد شوي چې د یو کال په موده که به یې کار بشپړ او ګټې اخیستې ته و سپارل شي.

همدارنګه د یاد سړک د پاتي برخو تخنيکي (د سروې او ډيزاين) چارې هم ترکار لاندې دي چې تر بشپړېدو وروسته به يې عملي چارې پیل شي.

د دغه سړک په ترمیم او بیا رغونې سره به د کونړ او نورستان ولایتونو د اوسېدونکو ستونزې تر ډېره بريده هوارې شي.
د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر

.

5 months 3 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS