په میزان مياشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۳۴۷۵۶۳) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

kalim_admin
Sun, Oct 27 2024 3:35 PM
h

د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د میزان مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (۳۴۷۵۶۳) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
د حیرتان بندر له لارې (۲۴۵۴۸۰) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۴۹۱۲۱) ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې (۵۲۱۸۱) ټنه او د خواف-هرات له لارې (۷۸۰) ټنه، چې ټولټال (۳۴۷۵۶۳) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات او ټرانزیټ دي، په میزان مياشت کې ( ۷۱۲۳) ټنه صادرات او ټرانزيټ شوي، چې لویه برخه یې وچه مېوه او معدني ډبرې دي.
هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.
درنو تجارانو! که غواړئ خپل سوداګريز توکي په خوندي، ارزانه او چټکه توګه د ريل پټلۍ له لارې انتقال کړئ، نو همدا اوس په مرکز کابل او ولايتونو کې د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې معینیت له آړوند مسوولينو سره په آړيکه کې شئ.
کابل: 0202320933
بلخ: 0792008090
هرات: 0793500545
فارياب: 0794050003
د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې معينيت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته لا زياتې اسانتياوې برابرې کړي.

.

2 years ago

.

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS