د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستيال د ايران د اوسپنې پټلۍ ادارې له رهبرۍ سره وکتل

media_admin
Mon, Nov 18 2024 10:34 AM
د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستيال د ايران د اوسپنې پټلۍ ادارې له رهبرۍ سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې د مرستيال محترم مولوي محمد اسحاق صاحبزاده او مل پلاوي د خپل کاري سفر په لړ کې د ايران هيواد د اوسپنې پټلۍ ادارې له اجرائیوي رئیس محترم دوکتور جبارعلي ذاکري او مل پلاوي سره ليدنه وکړه.
په ليدنه کې د خواف-هرات د دريېمې قطعې له لارې د سوداګريزو توکو د انتقالاتو پر زياتوالي، د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د افغانستان د اوسپنيزې کرښې اړوند د تخنيکي کارکوونکو د ظرفيت لوړولو او په افغانستان کې د اوسپنيزې کرښې په برخه کې د پانګونې په څرنګوالي مفصل بحثونه ترسره شول.
په پای کې دواړو لوريو د افغانستان او ايران ترمنځ په اوسنيو دوه اړخيزو ريلي همکاريو خوښي وښوده او هيله يې څرګنده کړه، چې دواړه هيوادونه بايد د ريلي همکاريو د دوام او پراختيا په موخه هڅې نورې هم زياتې کړي.
 

.

1 year 11 months ago

.

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS