د سالنګونو لویې لارې د پرانیستلو په هکله د ټولګټو وزارت خبرتیا!

kalim_admin
Sun, Dec 22 2024 10:15 AM
د سالنګونو لویې لارې د پرانیستلو په هکله د ټولګټو وزارت خبرتیا!

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت د سالنګونو لویې لارې اړوند د سږکال پلان شوی کار بشپړ کړی دی؛ په همدې اساس د یادې لویې لارې د تیرې خبرتیا په دوام، اصلي مسیر به د (۱۴۴۶هـ.ق. کال د جمادی الآخر په ۲۲مه، چې د ۱۴۰۳ ه.ش. کال د جدي له ۴مې نېټې سره سمون لري) د لویو، کوچنیو مسافر وړونکو او بار وړونکو وسایطو پرمخ پرانیستل کیږي.

د یاونې وړ ده چې لویو او کوچنیو مسافر وړونکو وسایطو ته له دواړو خواوو او بار وړونکو وسایطو ته به په نوبتي ډول يوه ورځ له شمال څخه جنوب لورې ته او بله ورځ له جنوب څخه شمال لورې ته د تګ اجازه ورکول کېږي، چې د سه شنبې په ورځ د جدي میاشتې په ۴ نیټه به، بار وړونکي وسایط له شمال څخه جنوب لوري ته د تګ اجازه ولري.

 ټولګټو وزارت له ټولو درنو هېوادوالو او موټر چلوونکو څخه په ډير درنښت هيله کوي، چې په ياده لویه لاره‌ د سفر پرمهال دې د وسایطو لپاره ځنځیر (چين)، گرمې جامې، ژمنې توکې او د اړتیا وړ خوراکي توکي له ځان سره ولري، ترافيکي قوانین دي مراعت کړي او له بي ځايه سبقت څخه دي په کلکه ډډه وکړي.

.

2 years ago

.

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS