د ټولګټو وزارت د پروژو د مدیریت نوی رئیس معرفي شو

د ټولګتو وزارت د وړانديز او د ریاست الوزراء عالي مقام د (۱۴۴۶/۸/۲) نېټې د (۴۲۴۹) ګڼې حکم په بنسټ، محترم انجنیر نادر شاه ځاځی، د ټولګټو وزارت د پروژو د مدیریت د نوی رئیس په توګه په دویم بست کې وټاکل شو.
نوموړی نن د یو شمیر مرکزي رئیسانو په شتون کې د اړوند ریاست کارکوونکو ته ور وپیژندل شو.
ښاغلی انجنیر نادر شاه ځاځی په ټولګټو وزارت کې ۲۰ کلنه کاري تجربه لري او د یاد وزارت په بیلابیلو مسلکي بستونو کې دنده ترسره کړې ده.