د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر په کابل کې د روسیې هیواد له سفیر سره وکتل 

media_admin
Tue, Apr 15 2025 9:15 AM
د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر په کابل کې د روسیې هیواد له سفیر سره وکتل 

 د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمدعیسی ثاني په کابل کې د روسیې هیواد له سفیر ښاغلي دیمیتریژیرنوف او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې وکتل چې د ټولګټو وزارت د اوسپنۍ پټلۍ مرستیال هم شتون درلود او دواړو لورو په یو شمېر مهمو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
په دغه لیدنه کې د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمدعیسی ثاني ښاغلي دیمیتریژیرنوف ته د ښه راغلاست تر څنګ و ویل چې افغانستان او روسیه یوله بل سره اوږدمهاله سوداګریزې او اقتصادي اړیکې لري او د یاد هېواد له همکاریو څخه یې مننه وکړه.
دغه راز دواړو لور د سالنګ تونل د ترمیم، نوي تونل د رغولو او له روسیې هیواد څخه د سړک جوړونې او اوسپنې پټلۍ رغولو د وسایلو، ماشینریو، تجهیزاتو، قیرو او اوسپنې پټلۍ قطعاتو او دې ورته نورو موادو د خریدارۍ په هکله هر اړخیزې خبرې اترې وکړې.
 ورپسې د روسیې سفیر شاغلي دیمیتریژیرنوف و ویل، چې د روسیې هیواد د افغانستان سره په یاده برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.
په پای کې دواړو لورو پر اقتصادي او سوداګریزو اړیکو ټینګار وکړ او په پام کې ده، چې د ټولګټو وزارت یو لوړ رتبه پلاوۍ روسیې هیواد ته سفر وکړي.

.

1 year 11 months ago

.

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS