د بلخ-هرات او هرات-کندهار د اوسپنې پټلۍ د ټاکلو مسيرونو د تائيدۍ په تړاو د همغږۍ ناسته وشوه

د ا.ا.ا د ټولګټو سرپرست وزير محترم الحاج ملا محمد عيسی ثاني په مشرۍ د بلخ-هرات او هرات-کندهار د اوسپنې پټلۍ د ټاکلو مسيرونو د تائيدۍ په تړاو د ۹ وزارتونو او ادارو له مرستيالانو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه.
ټولګټو وزارت د بلخ-هرات او هرات-کندهار مسيرونو سروې او مطالعات ترسره کړي دي، چې د رياست الوزراء عالي مقام لخوا د يادو پروژو د ټاکلو مسيرونو د تائيدۍ لپاره د اوسپنې پټلۍ د مرستيال په ګډون د ماليې وزارت، اقتصاد وزارت، کانونو او پټروليم وزارت، د کور او ښار جوړولو وزارت، د کرهڼې او مالدارۍ وزارت، د اطلاعاتو او کلتور وزارت، د کليو د پراختيا او بيارغونې وزارت او د چاپيريال ساتنې ملي ادارې ګډ پلاوي وټاکل شو، چې په همدې موخه يې نن ناسته ترسره کړه.

په ناسته کې د ټولګټو وزارت د تخنيکي تيم لخوا د بلخ-هرات او هرات-کندهار ترمنځ د اوسپنې پټلۍ د پروژې په تړاو معلومات او پريزينټيشن وړاندې شول او د ګډونوالو ترمنځ په دې تړاو مفصل بحثونه ترسره شول او پرېکړه وشوه، چې تر لوی اختر وروسته دې ګډ پلاوی ددغو پروژو د ټاکلو مسيرونو د تائيدۍ لپاره د يادو پروژو ساحو ته سفر وکړي، ترڅو تر آرزونې او تائيدۍ وروسته د يادو پروژو تخنيکي چارې مخ ته ولاړې شي.
د يادونې وړ ده، چې اوسمهال د ټولګټو وزارت له لورې د بلخ-هرات او هرات-کندهار ترمنځ د اوسپنې پټلۍ د تفصيلي ډيزاين او سروې چارې روانې دي.