د قرار داد د ورکړې خبرتیا- د غزنی ولایت د اندړو ولسوالۍ د مستوفي بازار د نورالمدارس مدرسې ۳.۱۷۰ کیلومتره د سړک د ترمیمولو د پروژې د قرار داد د ورکړې خبرتیا

Publish Date
Closing Date
د ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ور کوی ؛ ترڅو د غزنی ولایت د اندړو ولسوالۍ د مستوفي بازار د نورالمدارس مدرسې ۳.۱۷۰ کیلومتره د سړک د ترمیمولو پروژه په قرارداد ورکړي، د شرطپاڼې د شرايطو سره سم خپل سر تړلي آفرونه د یاد اعلان ترخپرېدلو وروسته اړوند مرجع ته وسپاري.
د شرطپاڼې د لاسته راوړلو پته: ګډونوال کولای شي، شرطپاڼه د ټولګټو وزارت د تدارکاتو د رياست د اجناسو له آمريت څخه، چې په صدارت څلورلارې کې د پخواني کورنيو چارو وزارت په سړک کې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ته څېرمه موقعيت لري؛ په فلش ميموري کې ترلاسه کړي.
د آفرونو د تسليمۍ وروستۍ نېټه: (1404/04/26) - (10:00) بجې له غرمې مخکې؛ ناوخته رسېدلي او انټرنيټي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفر تضمین: د بانک ګرنټي په ډول (1,100,000) افغانۍ دي.
د آفر پرانستولو ځای: ټولګټو وزارت، دريم پوړ د مقام د ناستو تالار.