په اسد مياشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۴۱۳۲۵۳) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

kalim_admin
Tue, Aug 26 2025 1:46 PM
په اسد مياشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۴۱۳۲۵۳) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د اسد مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (۴۱۳۲۵۳) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۲۵۹۶۹۷) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۴۴۷۷۰) ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې (۵۶۲۲۲) ټنه او د خواف-هرات له لارې (۵۲۵۶۴) ټنه، چې ټولټال (۴۱۳۲۵۳) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په اسد مياشت کې (۱۳۱۶) ټنه صادرات شوي، چې لویه برخه یې وچه مېوه، معدني ډبرې او د انارو جوس دي.

هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي او د ملي عوايدو د زياتوالي په موخه د ريل پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو د لیږد-رالیږد بهیر روان او چټک وساتي.

.

2 days 7 hours ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS