د اوسپنې پټلۍ مرستيال او مل پلاوي په ابوظبي کې د ريل پټلۍ په نړيوال کنفرانس او نندارتون کې ګډون وکړ

kalim_admin
Tue, Oct 07 2025 9:05 AM
د اوسپنې پټلۍ مرستيال او مل پلاوي په ابوظبي کې د ريل پټلۍ په نړيوال کنفرانس او نندارتون کې ګډون وکړ

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستيال محترم الحاج مولوي محمد اسحاق صاحبزاده او مل پلاوي د متحده عربي اماراتو په ابوظبي ښار کې د ريل پټلۍ په نړيوال کنفرانس او نندارتون کې ګډون وکړ.

په دغه پروګرام کې د کنفرانس ترڅنګ د ریل پټلۍ په برخه کې نړیوال نندارتون هم شامل و، چې پرمهال يې د ريل پټلۍ اړوند وروستۍ پروژې او نوي ټیکنالوژۍ نندارې ته وړاندې شوې.

په نندارتون کې د افغانستان د ریل پټلۍ لپاره یوه غرفه ځانګړې شوې وه، چې له همدې لارې د هرات – فراه – نیمروز – هلمند – کندهار د ریل پټلۍ پروژې په تړاو مفصل معلومات وړاندې شول، کومه چې د افغانستان له لارې د منځنۍ اسیا هېوادونه د سويلي اسیا سره نښلوي؛ ياده پروژه د افغانستان او سیمې لپاره اقتصادي او ټرانزیټي اهمیت لري او د سیمه ‌ییز تجارت او ټرانزیټ په پرمختګ کې رغنده رول لري.

همدارنګه د پروګرام په څنډه کې، د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستيال د سيمه ييزو هېوادونو (متحده عربي اماراتو، ترکمنستان او اوزبيکستان) د ریل پټلۍ له مسؤلینو او تخنيکي ټيمونو سره دوه اړخيزې او درې اړخيزې غونډې ترسره کړې، چې پکې د ریل پټلۍ اړوند د همکاريو پیاوړتیا او همداراز د افغانستان د ریل پټلۍ د پروژو جوړولو لپاره د پانګونې په اړه بحثونه او نظرونه تبادله شول.

ياد نړيوال کنفرانس او نندارتون د روان میلادي کال د سپتمبر له ۳۰مې نېټې تر اکتوبر ۲مې نېټې پورې جوړ شو، چې پکې د ۱۰۰ څخه زیاتو هېوادونو مسؤلینو او همدارنګه د ریل پټلۍ اړوند ۲۰۰ نړيوالو شرکتونو ګډون کړی و.

.

1 month 2 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS