په هلمند ولایت کې د موسی کلا – ګرشک ۲۰ کیلومتره سړک د رغونې چارې پیل شوې

kalim_admin
Sun, Nov 23 2025 1:27 PM
په هلمند ولایت کې د موسی کلا – ګرشک ۲۰ کیلومتره سړک د رغونې چارې پیل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په هلمند ولایت کې د موسی کلا – ګرشک سړک د  لومړي لاټ ۲۰ کیلومتره رغونې چارې د یو شمېر سیمه ییزو مسئولینو، قومي مخورو او سیمه ییزو اوسېدونکو په شتون کې پیل شوې.

 دغه پروژه د څه باندې ۴۳۲.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د محمد ولي انصاري سرک سازۍ اوساختماني شرکت سره قرارداد شوې دي چې چارې به یې د ۲۴ میاشتو په موده کې بشپړې او ګټه اخیستنې ته وسپارل شي.

دغه سړک ۴۶.۵ کیلومتره اوږدوالی لري او په اوږدو کې یې د یو شمېر پلونو او پلګوټو د رغونې کار هم شامل دی، چې دا مهال یې د لومړي لاټ ٢٠ کیلومتره برخې کار پیل شو.

دیاد سړک د کار په بشپړېدو سره به د ګرشک او موسی کلا ولسوالیو د اوسېدونکو د تګ راتګ، د تجارتي توکو او کرنیزو محصولاتو د انتقالاتو په برخه کې بشپړې آسانتیاوې رامنځته شي.

.

2 months 4 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS