د قرار داد د ورکړې خبرتیا- د کندز ولایت د خانآباد ولسوالۍ اړوند د بنګي د سیند پر سر د جغې پل د ترمیم او ساتنې پروژه، او د آقتاش پل د ترمیمولو پروژه
Publish Date
Closing Date
د ټولگټو وزرات په شرایطو برابر ټولو دواطلبانو ته بلنه ورکوي ؛ ترڅو(د کندز ولایت د خانآباد ولسوالۍ اړوند د بنګي د سیند پر سر د جغې پل د ترمیم او ساتنې پروژه، او د آقتاش پل د ترمیمولو پروژې، د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او د يادې پروژې د شرطنامې بل احجام او تخنيکي اسنادو سافټ د دې وزارت د تدارکات ریاست د ودانیزو او مشورتي خدمتونو آمریت څخه ترلاسه او خپل آفرونه د شرطنامې تدارکات قانون او کړنلارې د مندرجو شرایطو مطابق په تړلي او بند ډول د خپرېدو له نېټې څخه تر ( ۱۰:۰۰) مخكې له غرمې (ظهر) (۱۴۰۴/۹/۱۶) د ټولگټو وزارت د تدارکات ریاست ته چې داحصایې او معلوماتو ملي ادارې ترڅنگ د پخوانی داخلی وزارت ، ملالۍ واټ کې واقع دی، وړاندې کړي، د يادونې وړ ده انترنيتي او ناوخته رسېدونکي آفرونه د منلو وړ ندي.
د آفر تضمین د بانک گرنتی په ډول (۲۷۰،۰۰۰) افغانی دی او د آفر پرانیستې غونډه په (۱۴۰۴/۹/۱۶) نېټه په ۱۰:۰۰ بجې مخکې تر غرمې د دې وزارت د تعمیر دریم منزل، د غونډو په تالار کې دايريږي.
