د کابل – غزني لویې لارې د دویم لین سړک د لومړي لاټ د ۲۴.۵ کیلومتره برخې د رغونې چارې جریان لري
د ا.ا.ا د ټولګټووزارت د کابل – غزني لویې لارې د دویم لاین سړک د اساسي رغونې چارې په دریو برخو کې پیل کړې وې چې دا مهال یې د لومړي لاټ ۲۴.۵ کیلومتره سړک د رغونې چارې جریان لري.
د یاد سړک لومړی لاټ ۲۴.۵ کیلومتره اوږد والی لري، چې د کمپنۍ له پُل څخه پیل د میدان وردګو ولایت تر تورو تیږو پورې رسیږي، چې د کمپنۍ له پله څخه تر ۷ کیلومترۍ پورې ۱۱.۸ متره او له هغه وروسته ترپایه ۷.۳ متره پلنوالی لري.
د پروژې په اوږدو کې د دوو لویو پلونو، ۶۸ پلګوټو، د کمپنۍ له لوري د اووه کیلومتره سیخ لرونکو د سړک غاړې ویالو (RCC)، د میدان ښار اړوند د ۱۲۰۰ متره د سړک غاړې ویالو او یو شمېر استنادي دیوالونو د رغونې کار هم شامل دی.
تر دې دمه د پروژې په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی. د سړک د سببیس او بیسکورس کارونه د ۱۳ کیلومترو په اوږدو کې بشپړ شوي، د ویالو کارونه ۹۶ سلنه، د پلګوټو رغونه ۹۷ سلنه، او د سړک د کټینګ چارې نږدې ۹۰ سلنه بشپړ شوي دي او پاتې کارونه یې دامهال په چټکې سره دوام لري.
د ا په داسې حال کې ده، چې د یادې لویې لارې د دویم لاین سړک په دوو نورو لاټونو کې هم د سړک د رغونې چارې جریان لري.
