د ټولګټو وزیر د کابل – غزني لویې لارې دویم لین سړک د لومړۍ برخې له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه

kalim_admin
Sat, Dec 13 2025 1:41 PM
د ټولګټو وزیر د کابل – غزني لویې لارې دویم لین سړک د لومړۍ برخې له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه

د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني پرون د جمعې په ورځ د کابل – غزني لویې لارې د دويم لین سړک د لومړۍ برخې له کاري بهیر څخه لیدنه او ارزونه وکړه.

د یاد سړک لومړی لاټ ۲۴.۵ کیلومتره اوږد والی لري، چې د کمپنۍ له پُل څخه پیل د میدان وردګو ولایت تر تورو تیږو پورې رسیږي، چې د کمپنۍ له پله څخه تر ۷ کیلومترۍ پورې ۱۱.۸ متره او له هغه وروسته ترپایه ۷.۳ متره پلنوالی لري.

د پروژې په اوږدو کې د دوو لویو پلونو، ۶۸ پلګوټو، د کمپنۍ له لوري د اووه کیلومتره سیخ لرونکو د سړک غاړې ویالو کې (RCC)، د میدان ښار اړوند د ۱۲۰۰ متره د سړک غاړې ویالو او یو شمېر استنادي دیوالونو د رغونې کار هم شامل دی.

تر دې دمه د پروژې په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی؛ د سړک د سب‌بیس، بیس‌کورس، د لومړۍ او دویمې طبقې د آسفالټ چارې د شاوخوا ۱۵ کیلومترو په اوږدو کې بشپړې شوې دي، د کمپنۍ پله د رغونې چارې ۹۸ سلنه، د ویالو کارونه ۹۹ سلنه، د پلګوټو رغونه ۹۷ سلنه، او د سړک د کټینګ چارې نږدې ۹۸ سلنه بشپړ شوي دي او پاتې کارونه یې دامهال په چټکې سره دوام لري.

د ياد وزارت محترم وزیر د سړک د دغې برخې څخه د لیدنې په ترڅ کې، د قراردادي شرکتونو مسوولينو، تخنیکي ټیمونو او انجنیرانو ته د کار د غوره کيفيت، چټکیا او په ټاکلي وخت د بشپړېدو په اړه لازمې لارښوونې وکړې.

د یادونې وړ ده چې د ټولګټو وزارت د کابل – غزني لویې لارې د دویم لین سړک د رغونې چارې تېر کال د ا.ا.ا د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د حکم پر بنسټ، د ټول‌پلازا د محصول په بدل کې پیل کړې وې، چې دا مهال په درېیو بېلابېلو برخو کې له مختلفو پرمختګونو سره روانې دي.

.

3 months 2 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS