د قرار داد د ورکړې خبرتیا- د 1404 مالي کال لپاره د تلو د چارو د تنظیم ریاست د (15) پایو لپټاپ کمپیوټرونو چمتو کولو او تدارک پروژه
Publish Date
Closing Date
ټولګټو وزارت ټولو په شرايطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، ترڅو (د 1404 مالي کال لپاره د تلو د چارو د تنظیم ریاست د (15) پایو لپټاپ کمپیوټرونو چمتو کولو او تدارک پروژې) چې MOPW/1404/G-77/ NCB تشخصیه نمبر لرونکی دی؛ ګدون وکړي او د شرطپاڼې د شرايطو سره سم خپل سر تړلي آفرونه د یاد اعلان ترخپرېدلو وروسته اړوند مرجع ته وسپاري.
د شرطپاڼې د لاسته راوړلو پته: ګډونوال کولای شي، شرطپاڼه د ټولګټو وزارت د تدارکاتو د رياست د اجناسو له آمريت څخه، چې په صدارت څلورلارې کې د پخواني کورنيو چارو وزارت په سړک کې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ته څېرمه موقعيت لري؛ په فلش ميموري کې ترلاسه کړي.
د آفرونو د تسليمۍ وروستۍ نېټه: (1404/10/9) ساعت (10:00 ) بجې له غرمې مخکې؛ ناوخته رسېدلي او انټرنيټي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفر تضمین: د بانک ګرنټي په ډول ( 47,130) افغانۍ دي.
د آفر پرانيستلو نېټه : (1404/10/9) ساعت (10:00 ) بجې له غرمې مخکې.
د آفر پرانستولو ځای: ټولګټو وزارت.
يادونه: که چيرې د روان کال (1404/10/9) نېټه د حکومت لخوا په ناڅاپي ډول رخصتي اعلان شي؛ د داوطلبۍ ناسته د یادې نېټې به بله کاري ورڅ کې ترسره کېږي
