د ټولګټو وزارت تخنیکي مرستیال او کفیل په خپل کاري دفتر کې د ایران اسلامي جمهوریت د اوسپنې پټلۍ ادارې له رئیس سره وکتل
د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت تخنیکي مرستیال او کفیل، محترم الحاج مولوي عبدالکریم فاتح، په خپل کاري دفتر کې د ایران اسلامي جمهوریت د اوسپنې پټلۍ ادارې له رئیس محترم دوکتور جبارعلي ذاکري سره وکتل.
په دې لیدنه کې د ټولګټو وزارت د اوسپنیزې کرښې مرستیال محترم الحاج مولوي محمد اسحاق صاحبزاده، د وزارت تخنیکي ټیم او په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت سفیر محترم علي رضا بیګ دلي هم شتون درلود.
په یاده ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاریخي، اقتصادي، سوداګریزو، ترانزیټي او ټولنیزو اړیکو د پراختیا په تړاو خبرې وشوې.
همدارنګه په دغه ناسته کې د افغانستان له لارې له چین سره د ایران د نښلولو په تړاو بحث وشو او د هرات – بلخ اوسپنیزې کرښې د ارزښت، اقتصادي ګټو، پانګونې او د عملي چارو د پیل کېدو پر څرنګوالي هر اړخیزې خبرې اترې ترسره شوې.
د هرات – بلخ اوسپنیزې کرښې کریدور ځانګړی اقتصادي او ستراتېژیک اهمیت لري، چې دا کریدور د افغانستان له لارې ایران، ترکیه او اروپایي هېوادونه له مرکزي آسیا هېوادونو او چین سره نښلوي، چې د سیمې د سوداګرۍ او ترانزیټ په پراختیا کې مهم رول لري.
د لیدنې په پای کې د دواړو لوریو تر منځ پر اقتصادي، سوداګریزو، ترانسپورتي او ټولنیزو اړیکو ټینګار وشو او یادونه وشوه، چې د دغه مهم کریدور په تړاو به په راتلونکي کې هم ناستې دوام ولري تر څو یې عملي چارې پیل شي.
