د پنجشېر – تخار د ۲۵ کیلومتره سړک د رغونې چارې د څه باندې ۴۵۱.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې
د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري، د هېواد د اقتصادي ودې او بیارغونې د پلان له مخې، د پنجشېر – تخار سړک د رغونې چارې د څه باندې ۴۵۱.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې دي، چې دا مهال د پنجشېر ولایت د والي محترم الحاج حافظ محمدآغا حکیم د یاد ولایت د ټولګټو رئیس مولوي محمد فهیم موحد او یو شمېر سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې پیل شوې.
دغه سړک ۲۵ کیلومتره اوږدوالی لري، چې د پنجشېر ولایت د پریان ولسوالۍ له خاواک سیمې څخه پیل او د تخار ولایت تر ورسج ولسوالۍ پورې رسېږي او په اوږدو کې یې د یو شمېر پلګوټو او استنادي دېوالونو د جوړولو چارې هم شاملې دي، چې د نړیوالو انجنیري اصولو سره سم به یې کار بشپړ شي.
د یاد سړک د کار په جریان کې به د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته کار زمینه برابره شي او په بشپړېدو سره به یې د شمال ختیځ ولایتونو او کابل ترمنځ واټن راکم شي، د سالنګ لپاره به یو مهم بدیل مسیر رامنځته شي او د سوداګرۍ او اقتصادي فعالیتونو د پراختیا ترڅنګه به د خلکو تګ راتګ اسانه او چټک شي.
