په بلخ ولایت کې د بلخ – شبرغان لارې د لومړي لاټ (د کلفت بندر سړک) رغنیزې چارې روانې دي

kalim_admin
Sat, May 09 2026 10:55 AM
په بلخ ولایت کې د بلخ – شبرغان لارې د لومړي لاټ (د کلفت بندر سړک) رغنیزې چارې روانې دي

د بلخ شبرغان لارې لومړی لاټ (د کلفت بندر سړک)، ۲۵ کیلومتره اوږدوالی لري، چې د څه باندې ۷۵۲ میلیونه افغانیو په ارزښت، د ټولګټو وزارت او د سړک جوړونې له یو خصوصي شرکت سره د ډیزاین بیلډ په بڼه قرارداد شوی دی او چارې یې عملاً روانې دي.

دغه سړک د بلخ ولایت د بلخ ولسوالۍ څخه پیل او د همدې ولایت تر چاهي ولسوالۍ پورې غځېدلی دی، د سړک پلنوالی ۷.۳ متره دی او په دواړو خواوو کې ۲.۵ متره د سړک څنډې (شولډرونه) هم لري.

 همدارنګه، د دې سړک په اوږدو کې د ۴۱ پایو پلګوټو جوړول هم شامل دي، چې ټاکل شوې ده د ۲۶ کاري میاشتو په موده کې یې کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

دغه سړک د بلخ ولایت چهاربولک، بلخ،  چاهي، دولت‌آباد او شورتپه ولسوالۍ د جوزجان ولایت د قرقین او خم ‌آباد ولسوالیو سره نښلوي؛ چې له دې سره افغانستان د کلفت بندر له لارې له ترکمنستان سره نښلول کېږي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په پراختیا کې مهم رول لري.

د یادې پروژې د کار په جریان کې ۱۶۳ کسانو ته، چې انجنیران، ماهر او غیرماهر کارګران او موټرچلوونکي پکې شامل دي، د کار زمینه برابره شوې ده. همدارنګه، په دې پروژه کې ۱۱۲ بېلابېل ډوله ماشینرۍ څخه ګټه اخیستل کیږي.

.

8 months 2 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS