داوطلبۍ ته د بیا ځلې بلنې د ورکړې خبرتیا - د بلخ ولایت د ټولګټو ریاست پخوانۍ اداري ودانۍ (۲ جریبه او ۴ بسوې) ځمکې د بیا ځلې اجارې ورکولو خبرتیا

kalim_admin
اعلان تمدید میعاد دعوت به داوطلبی- اعلان اجاره دهی موازی ۲ جریب و ۴ بسوه زمین تعمیر اداری اسبق ریاست فواید عامه ولایت بلخ

Publish Date

Closing Date

ټولو محترمو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي، چې ټولګټو وزارت په پام کې لري؛ ترڅو د بلخ ولایت د ټولګټو ریاست د پخوانۍ اداري ودانۍ  (۲ جریبه او ۴ بسوې) ځمکه، چې د بلخ دروازې په سیمه کې موقعیت لري بیا ځلې په اجاره ورکړي.

له ټولو حقیقي اوحکمي اشخاصو څخه چې په دې برخه کې د پانګونې لېوالتیا لري په درنښت بلنه ورکول کېږي؛ تر څو خپلې  اقتصادي او د تطبیق وړ طرحې د یادې ځمکې پر سر د بېلابېلو تأسیساتو لکه: (تجارتي، صنعتي، خدماتي او نورو) د جوړولو په موخه ترتیب او د(۱۴۰۵/۵/۱۹ ) نېټه، د دوشنبې ورځ، د سهار په (۱۰) بجو د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې په صدارت څلورلارې کې، د کورنیو چارو وزارت پخوانۍ ودانۍ، د ملي احصایې او معلوماتو ادارې ترڅنګ موقعیت لري، د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي.

که ګډونوال د استازي له لارې ګډون کوي، نو اړ دي چې رسمي مکتوب/ خط هم له خپلې طرحې سره ضمیمه کړي.

 وړاندې شوې طرحې باید لاندې موارد ولري:

۱- د ځمکې د کارونې موخه په روښانه ډول تشریح شي.

۲- د وړاندیز شویو تأسیساتو لومړنۍ طرحه، له نقشې او پلان سره.

۳- اقتصادي تحلیل او د لګښتونو لومړنی اټکل.

۴- د پروژې د پلي کولو مهالویش.

۵- د طرحې احتمالي اقتصادي او ټولنیزې ګټې.

۶- د اجارې موده: داوطلب باید د ځمکې د اجارې غوښتل شوې موده د کلونو او میاشتو په ډول مشخص کړي.

۷- د میاشتنۍ کرایې اندازه: داوطلب باید د میاشتنۍ کرایې وړاندیز په څرګند او واضح ډول وړاندې کړي.

د طرحو د سپارلو او پرانیستلو وروستۍ نېټه: ۱۴۰۵/۵/۱۹ ، د سهار ۱۰ بجې
د اجراء تضمین:
د ګټونکي داوطلب له خوا د یو کال کرایې معادل تضمین د بانک ګرنټي یا په  نغدیه بڼه وړاندې کول.

د طرحو د سپارلو ځای: د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست د اجناسو آمریت

یادونه: که د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د زمري ۱۹مه نېټه د حکومت له لوري په ناڅاپي ډول عمومي رخصتي اعلان شي، نو د مزایدې او د طرحې د پرانیستلو پروسه به په راتلونکې کاري ورځ، په همدې خبرتیا په ټاکل شوي وخت او ځای کې ترسره کېږي.

.

11 months 1 week ago

 

More tenders

Sat, Dec 14 2024 9:45 AM
Background image

REQUEST FOR Consultancy Service for Detail Survey and Detail design for Kandahar-Spinboldak Railway Project LENGTH (96 Km)

Procuring Entity

National Procurement directorate (NPD) on behalf of      Ministry of Public Works/Afghanistan Railway Authority (MOPW/ARA)

Fund . . .

Sun, Feb 21 2021 9:33 AM
Background image

REQUEST FOR EXPRESSIONS OF INTEREST (REOI)

REQUEST FOR EXPRESSIONS OF INTEREST (REOI)

(Consulting Services – Firms Selection)

Country:  Government of Islamic Republic of Afghanistan

Project:    Trans-Hindukush Road . . .

Back to tenders