د ټولګټو وزارت وزیر د سبزک کوتل په سیمه کې د ارملک – لامان سړک له رغول شویو برخو څخه لیدنه وکړه
د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني هرات ولایت ته د خپل کاري سفر په دوام، د سبزک کوتل په سیمه کې د ارملک – لامان سړک له رغول شویو برخو څخه په داسې حال کې لیدنه وکړه، چې د یاد وزارت مالي او اداري معین محترم قاري مولوي محمد یونس راشد، د وزارت یو شمېر تخنیکي رئیسانو او د سندریلا سړک جوړونې او ودانیز قراردادي شرکت رئیس محترم هارون عظیم هم شتون درلود.
د لیدنې پر مهال د ټولګټو وزارت محترم وزیر د ارملک – لامان سړک ترسره شوې چارې له نږدې و ارزولې او د یادې پروژې تخنیکي ټیمونو او د قراردادي شرکت مسئولینو ته یې لارښوونه وکړه، چې د سړک تخریب شوې برخې په معیاري ډول ترمیم او بیاورغوي.
د یادې پروژې په بشپړېدو سره نه یوازې د هرات او بادغیس ولایتونو د اوسېدونکو د تګ راتګ ستونزې حل شوې دي، بلکې د افغانستان د حلقوي سړک یوه برخه ده چې د سوداګریزو توکو د انتقالاتو په برخه کې هم مهم او بنسټیز رول لري.
د یادونې وړ ده، چې د ټولګټو وزارت رهبري د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې د دغه وزارت له رغنیزو پروژو څخه د کار د پرمختګ او کیفیت د ارزونې په موخه وخت پر وخت لیدنه او ارزونه کوي، ترڅو پروژې په ټاکلي وخت او د تخنیکي معیارونو سره سمې بشپړې شي.
