له مزارشریف څخه د نهري شاهي ولسوالۍ تر مرکز پورې د سړک جوړلو کار ۵۵ سلنه کاري پرمختګ لري

Anonymous (not verified)
Wed, Apr 21 2021 1:02 PM

دا سړک چې ۱۴.۵ کیلومتره اوږدوالی لري د بلخ ولایت له مرکز مزار شریف ښار څخه پيل د یاد ولایت د نهري شاهي ولسوالۍ تر مرکزه بابه قج قار کلي پورې غځيدلی، چې تر دې مهاله یې د جوړلو کار له ۵۵ سلنه کاري پرمختګ سره دوام لري.

د یاد سړک رغنیزې چارې له یوه خصوي ودانیز شرکت سره د څه باندې ۱۴۸ میلیونه افغانیو په ارزښت تړون شوي چې د ټولګټو وزارت له لوري یې مالي لګښت ورکول کیږي.

د یاد سړک د رغنیز کار له بشپړیدو سره به د بلخ ولایت نهري شاهي ولسوالۍ د بلخ له مرکز مزارشریف ښار سره ونښلي او د یادې ولسوالۍ اړوند کلیو د اوسېدوونکو ترانسپورتي ستونزې به هواري شي تر څنګ به یې کرنیز محصولات پر خپل وخت د مزارشریف ښار مارکیټونو ته ولیږدول شي.

همدارنګه د یاد سړک د رغنیز کار پرمهال به د سیمې اوسېدوونکې ته په مسقیم او غیر مستقیم ډول ۱۱۹۶ کاري ورځې رامنځته شي چې له بشپړیدو ورسته به ترې ۷۹۷ تنه په مستقیم ډول ګټه واخلي.

د ټولګټو وزارت ـ کابل

 

.

1 month 2 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS