د ټولګټو وزیر د مشرانو جرګې د مواصلاتو او مخابراتو د کمېسیون په غونډه کې ګډون وکړ

Anonymous (not verified)
Tue, Apr 27 2021 9:08 AM
د ټولګټو وزیر د مشرانو جرګې د مواصلاتو او مخابراتو د کمېسیون په غونډه کې ګډون وکړ

د ټولګټو وزارت وزیر انجنیر نجیب الله یمین چې د وزارت یو شمېر رئیسانو یې ملتیا کوله، د مشرانو جرګې د مواصلاتو او مخابراتو کمېسیون په رسمي بلنې نن ورځ د یاد کمېسیون د رئيس الحاج لطف الله بابا په مشرۍ په جوړه شوې ناسته کې ګډون وکړ

په پیل کې د کمېسیون مشر او غړو د ټولګټو وزیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ، له نوموړي سره د یو شمېر ملي پروژو لکه د کابل- جلال آباد د دویم لاین سړک د کار، سالنګ لویې لارې کار، د سالنګ د دویم تونل پروژې د مقدماتي سروې، د دوشي- بامیان، تورخم جلال آباد سړک، ماهيپر سړک د کار د پرمختګ، د کاپیسا ولایت نجراب ولسوالۍ ختیځو کلیو د اوسېدونکو ستونزو ته د رسیدنې او د هېواد د یو شمېر نورو ولایتونو د پروژو اړوند یو لړ پوښتنې مطرح کړې

د ټولګټو وزیر له دوی څخه د مننې ترڅنګ د خپلو خبرو پر مهال د تیر کال د لاسته راوړنو او د ۱۴۰۰ کال د پلان، د ټرانسپورټي بنسټونو د رغونې، خوندیتوب او څارنې ترڅنګ، د هېواد په کچه د بېلا بېلو سیمو اړوند وویل، چې په تېر کال کې په ټول هېواد کې ۲۴۱ کیلو متره سړک په اساسي ډول جوړ شوی، ۹۹ کیلو متره باندې جغل اچول شوی او ۱۴۵۳ کیلو متره سړک ترمیم شوی دی. او په ځینو نورو ولایتونو کې هم د سړکونو د رغونې او بیارغونې چارې روانې دي

د ټولګټو وزیر د کابل- جلال آباد دویم لاین سړک اړوند وویل، دوه برخې کار یې بشپړ شوی او د پاتې استملاک چارې یې هم روانې دينوموړي د تورخم جلال آباد د دویم سړک اړند وویل، چې د یوې برخې کار یې تمام شوی دی. دغه راز یې ډاډ ورکړ چې په پام کې ده ترڅو د نجراب ولسوالۍ د اوسیدونکو ستونزو ته د رسیدګۍ په موخه دوه موازي سړکونه جوړ شي.

په ورته مهال د ټولګټو وزیر د هېواد په کچه د یو شمېر نورو ملي او کړئیزو سړکونو او راتلونکو کاري پلانونو په اړه هراړخیز معلومات وړاندې کړل

د یادې ناستې په پای کې د کمېسیون غړو د ټولګټو د وزیر کړنې وستایلې او نوموړي ته یې په چارو کې د بریا هیله څرګنده کړه

د ټولګټو وزارت مطبوعاتي څانګه

.

7 months 1 week ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS