د پکتیا ولایت له مرکز ګردیز څخه تر زرمت ولسوالۍ پورې د اسفالټ سړک د لومړۍ برخې رغنیزې چارې ۶۰ سلنه کاري پرمختګ لري

Anonymous (not verified)
Sun, May 09 2021 11:55 AM
د پکتیا ولایت له مرکز ګردیز څخه تر زرمت ولسوالۍ پورې د اسفالټ سړک د لومړۍ برخې رغنیزې چارې ۶۰ سلنه کاري پرمختګ لري

دا سړک چې ۱۰ کیلومتره اوږدوالی او ۱۰ متره پلنوالی لري، په پاخه یا اسفالټ شکل سره د پکتیا ولایت له مرکز ګردیز څخه تر زرمت ولسوالۍ پورې غځیدلی، چې تر دې مهاله یې د جوړولو کار له ۶۰ سلنه کاري پرمختګ سره دوام لري

د یاد سړک رغنیز کار د څه باندې ۳۳۵.۴۶ میلیون افغانیو په ارزښت له یوه خصوصي ودانیز شرکت سره تړون شوی، چې مالي لګښت یې د هیواد له ملي بوديجې څخه ورکول کېږي

د یادې پروژې په تکمیلېدو سره به کابو ۲۰۰۰۰ کسانو ته د تګ راتګ آسانتیا برابره شي، د یادولو وړ ده، چې یاد سړک د ګردیز ښار شاوخوا ۲۰ کلي او د زرمت ولسوالۍ له لارې به د پکتیکا او غزني ولایتونو سره ونښلوي

د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر

.

7 months 2 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS