د ۱۴۰۵ هـ.ش کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د اوسپنیزې لارې څخه د سوداګریزو توکو انتقالات څه باندې دوه برابره زیات شوي دي

kalim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۰:۴
د ۱۴۰۵ هـ.ش کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د اوسپنیزې لارې څخه د سوداګریزو توکو انتقالات څه باندې دوه برابره زیات شوي دي

د ۱۴۰۵ هـ.ش کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د حیرتان، آقینې او تورغونډۍ بندرونو او د خواف ـ هرات د اوسپنیزې لارې له مسیر څخه په ټولیزه توګه ۴ میلیونه او ۸۸۸ زره او ۲۶۸ مټریک ټنه سوداګریز توکي لېږدول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ۱۴۰۴ هـ.ش کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د همدې څلورو مسیرونو له لارې ۲ میلیونه او ۱۸۲ زره او ۳۱۲ مټریک ټنه سوداګریز توکي لېږدول شوي وو، چې د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د لومړیو شپږو میاشتو انتقالات د تېر کال  د لومړیو شپږو میاشتو په پرتله څه باندې دوه برابره زیات والی ښیي.

د دغو مسیرونو له لارې تېل، مایع ګاز، غنم، اوړه، غوړي او نور خوراکي او ساختماني توکي هېواد ته وارد شوي دي. همدارنګه، وچه مېوه، ګاز لرونکي نوشابه باب، معدني ډبرې، پنبه او د هېواد نور تولیدي توکي د سیمې د هېوادونو بازارونو ته صادر شوي دي.

د اوسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو او صادراتو په کچه کې دغه زیاتوالی د هېواد په کچه یو مثبت اقتصادي پرمختګ بلل کېږي. څومره چې د اوسپنیزې لارې څخه د انتقالاتو او صادراتو کچه لوړېږي، په هماغه اندازه د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو، د ملي عوایدو زیاتوالي او د هېواد د اقتصادي ثبات، پرمختګ او پر ځان بسیاینې لپاره زمینه برابرېږي.

د ا.ا.ا اوسپنیزې لارې اداره هڅه کوي چې د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد لپاره مناسب شرایط رامنځته او سوداګرو ته لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي.

...

۱ کال 2 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۰:۴
Background image

د ۱۴۰۵ هـ.ش کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د اوسپنیزې لارې څخه د سوداګریزو توکو انتقالات څه باندې دوه برابره زیات شوي دي

د ۱۴۰۵ هـ.ش کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د حیرتان، آقینې او تورغونډۍ بندرونو او د خواف ـ هرات د اوسپنیزې لارې له مسیر څخه په ټولیزه توګه ۴ میلیونه او ۸۸۸ زره او ۲۶۸ مټریک ټنه سوداګریز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۵:۱۶
Background image

د بلخ ولایت د چارکنت ولسوالۍ سړک په اوږدو کې د دوو پایو پلګوټو د ترمیم او بیارغنې چارې د څه باندې ۴.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د بلخ ولایت د چارکنت ولسوالۍ سړک پر مسیر د دوو پایو پلګوټو  د ترمیم او بیا رغونې چارې د څه باندې ۴.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د بلخ ولایت د ټولګټو رئیس. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۰:۴۴
Background image

په پکتیکا ولایت کې د مرکز ښرنې – ارګون سړک د ترمیم او بیارغوونې چارې پیل شوې

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت له لوري په پکتیکا ولایت کې د مرکز ښرنې – ارګون پر مسیر له پي ار ټي څخه تر پیرکوتي پورې د ۵۰ کیلومتره سړک د ترمیم او بیارغوونې چارې د خصوصي سکټور سره د ۲۵ میلیونه او. . .

BACK TO NEWS