ایران د ابونصر فراهي میل ۷۸ سړک د پاتې برخو رغولو لپاره ۱۰ میلیونه یورو ځانګړې کړې دي

kalim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۸:۲۲
ایران د ابونصر فراهي میل ۷۸ سړک د پاتې برخو رغولو لپاره ۱۰ میلیونه یورو ځانګړې کړې دي

 د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمدعیسی ثاني په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر ښاغلي علیرضا بیګدلي سره وکتل او دواړو لورو د ابو نصر فراهي میل ۷۸ سړک د پاتې برخو د بشپړېدو، د میلک دویم پل رغولو، د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ له مسیر څخه د انتقالاتو پر زیاتوالي او یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو په تړاو خبرې اترې وکړې.
په دغه لیدنه کې د ایران سفیر ښاغلي عليرضا بیګدلي وویل «د ټولګټو وزارت د سرپرست وزیر سره تر تیرې ناستې وروسته موږ د ابونصر فراهي میل ۷۸ سړک د پاتې برخو، د خواف – هرات اوسپنیزې کرښې مسیر څخه لیدنه وکړه او ایران ته د سفر په ترڅ کې د ابونصر فراهي میل ۷۸ سړک د بشپړېدو لپاره ۱۰ میلیونه یورو ځانګړې شوې.» هغه دغه راز زیاته کړه، چې د یاد سړک کار به د روان کال تر پایه بشپړ شي.
د لیدنې په لړ کې د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمدعیسی ثاني ښاغلي عليرضا بیګدلي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ایران هیواد له دوامداره همکاریو څخه مننه وکړه او ویې ویل «د ابونصر فراهي میل ۷۸ سړک د پاتې برخو بشپړېدل د ا.ا.ا د اقتصادي پلان له لومړيتوبونو څخه و.» او زیاته یې کړه، ټولګټو وزارت غواړي، چې د دواړو هیوادونو د خلکو او سوداګرو د ستونزو د حل په موخه د یاد سړک د پاتې برخو رغولو کار ژر تر ژره بشپړ شي.
 په یاده لیدنه کې دواړو لورو د خواف – هرات اوسپنیزې کرښې مسیر د ستونزو د حل، له اوس څخه د انتقالاتو پر پنځه برابره زیاتوالي، د میلک دویم پل د رغولو، د دوغارون مسیر د ترافیکي ګڼې ګوڼې د کموالي په موخه د دواړو هیوادونو ترمنځ د یوه نوي مسیر پر جوړولو، د دوه اړخیزو او درې اړخیزو هوکړه لیکونو د لاسلیک، د افغانستان په زیربنایي پروژو په خاص ډول د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د ایراني شرکتونو د لیوالتیا او د ایران هیواد له لوري د اوسپنې پټلۍ د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې د پروګرامونو په هکله هراړخیزې خبرې اترې وکړې.
په پای کې دواړو لورو د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي اړیکو، سوداګریزې راکړې ورکړې او د زېربنایي پروژو په برخه کې پر همکارۍ او په دې اړه پر نورو ناستو ټینګار وکړ.

...

2 میاشتې 4 اونی ago

...

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۱:۴۹
Background image

په تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۴۷۱۹۴) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د عقرب له ۲۳مې څخه د عقرب تر ۲۹مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۴۷۱۹۴) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۱۰۴۳۱۳). . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۱۳:۲۷
Background image

په هلمند ولایت کې د موسی کلا – ګرشک ۲۰ کیلومتره سړک د رغونې چارې پیل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په هلمند ولایت کې د موسی کلا – ګرشک سړک د  لومړي لاټ ۲۰ کیلومتره رغونې چارې د یو شمېر سیمه ییزو مسئولینو، قومي مخورو او سیمه ییزو اوسېدونکو په شتون کې پیل. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۵:۱۹
Background image

د ټولګټو وزیر د سالنګونو لویې لارې له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني پرون جمعه د سالنګونو لویې لارې له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه.

د ټولګټو وزیر په یاد سفر کې د سالنګونو لویې لارې د دریو برخو شمالي. . .

BACK TO NEWS