د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې د ۵.۸ کیلومتره سړک رغنیزې چارې په چټکۍ سره دوام لري

Anonymous (not verified)
Mon, May 24 2021 1:20 PM
د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې د ۵.۸ کیلومتره سړک رغنیزې چارې په چټکۍ سره دوام لري

دا سفالټ یا پوخ سړک چې ۵.۸ کیلومتره اوږدوالی لري، د کابل ولایت د ده سبز ولسوالۍ له خواجه چاشت دوه لارې څخه پیل او د الله ګل مجاهد تر مدرسې پورې غځیدلی، چې تر دې مهاله یې رغنیز کار ۳۰ سلنه مخته تللی

د یادې پروژې د جوړیدا تړون د څه باندې ۸۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د ټولګټو وزارت او یوه خصوصي ودانیز شرکت تر منځ شوی، چې مالي لګښت یې د هېواد له ملي بودیجې څخه ورکول کېږي

د دې پروژې د رغنیز کار له بشپړیدو سره به د ده سبز ولسوالۍ د اوسېدونکو ټرانسپورټي ستونزې تر پخوا کمي او د تګ راتګ په برخه کې به یې ګڼې اسانتیاوي رامنځته شي، همدارنګه به د دې پروژې د رغنیز کار له بشپړیدو سره د ده سبز ولسوالۍ اوسېدونکو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول ۱۴۲۰ کاري ورځې هم رامنځته شي

.

1 day 20 hours ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS