په فاریاب کې د یو کانګریټي پُل د جوړیدو کار بشپړ شوی او ګټې اخیستنې ته چمتو دی

Anonymous (not verified)
Tue, Jun 01 2021 9:22 AM
په فاریاب کې د یو کانګریټي پُل د جوړیدو کار بشپړ شوی او ګټې اخیستنې ته چمتو دی

دغه کانګریټي پُل د ټولګټو وزارت لخوا د فاریاب ولایت په مرکز میمنې ښار کې جوړ شوی، چې اوږدوالی یې ۴۸ متره او سور یې ۱۲.۵ متره دی، چې همهاله پرې په یو وخت دوه موټره تللی شي

د پُل د جوړیدا تړون د ټولګټو وزارت لخوا د نژدې ۲۴ میلیون افغانیو په ارزښت له یو خصوصي ودانیز شرکت سره شوی دی، چې اوس مهال یې رغنیزې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته چمتو دی، له ياد پله څخه به ۳۵۰۰ تنه په مستقیم او ۲۱۰۰۰ تنه نور به ترې په غیر مستقیم ډول ګټه واخلي

ددغه پله په جوړیدا سره به د سيمې د خلکو لپاره ښوونیزو او روغتیایي مرکزونو ته لاس رسی اسانه شې او دغه راز به د کرنیزو او تولیدي توکو د لېږد رالېږ پروسه هم اسانه او چټکه شې

.

6 months 3 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS